کورپاڼه / خبرونه / په ننګرهار کې د ملي لوبډلې تمریناتي کیمپ پیل شو

په ننګرهار کې د ملي لوبډلې تمریناتي کیمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لورې په ننګرهار کې د ملي لوبډلې روزنیز کیمپ پیل شو او له دې کیمپ څخه موخه دادی ترڅو ملي لوبغاړي د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام لوبو ته غوره چمتوالي ونیسي.

د کرکټ بورډ د اعلامیې پر اساس، چې پر فیسبوک یې خپره کړې، ویل کېږي چې دغه کیمپ به لس ورځې دوام وکړي او د ملي روزونکو تر روزنې لاندې به لوبغاړي د فټنس برخې ترڅنګ د توپ وهنې، توپ اچونې او توپ نېونې برخو کې خپل تمرینات ترسره کړي.

کرکټ ویلي دي:((دغه روزنیز کمپ په عربي متحده اماراتو کې د ترسره کېدونکي ۲۰۲۱م کال شل اوریزه نړیوال جام لوبو ته د چمتوالي په موخه پیل شوی دی، چې د ملي لوبډلې ۲۴ لوبغاړي په کې ګډون لري.))

دغه کیمپ، چې د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي او یو خصوصي اکاډمۍ کې ترسره کېږي، نن د سپټمبر میاشتې له ۱۶م نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

د یادولو وړ ده، چې ددې روزنیز کیمپ مشري به د اصغر افغان په غاړه وي، ځکه چې لوبډلمشر محمد نبي او پخوانی لوبډلمشر راشد خان په دوبۍ کې دي او نجیب ځدران بیا پېښور ته تللی دی.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …