کورپاڼه / بېلا بېل / د دویم واده هغه ګټې چې په اړه به یې تاسې فکر هم نه وي کړی

د دویم واده هغه ګټې چې په اړه به یې تاسې فکر هم نه وي کړی

اسلام د نارینه وو د طبیعي او فطري غوښتنو په نظر کې نېولو سره هغوی ته د څلور ودونو کولو اجازه ورکړې، چې تر شا یې ډېر حکمتونه پټ دي. که چېرته دا حکمتونه وڅېړل شي نو حیران به پاتې شئ او په دې همدې اساس په مسلمانه ټوله کې ډېر مثبت بدلونونه راتللی شي، چې دلته به یې په اړه ولولو.

۱- ددې عمل په مرسته په مسلمانه ټولنه کې بې شمېره انجونې د پلار په کور نه زړېږي او نه هغوی ته د اولادونو د راتلونکې په اړه د فکر کولو اړتیا وي.

۲- د رزق ذمه الله تعالی اخیستې او ویلي دي چې رزق پخپل وخت درکوم، نو کله چې واده وکړو نو په اقتصادي، عسکري او جه..ادي لحاظ به پیاوړي شو، ځکه دا د صحابه کرامو کړنه ده، چې هغوی به په هر ډول سختۍ کې هم څو-څو میرمنې لرلې.

۳- اسلام په یو وخت د دوه، درې یا څلور میرمنو کفالت د نارینه وو په غاړه اچولی، ترڅو ښځې د خوندیتوب احساس وکړي، که چېرته داسې نه وای نو ښځو به د مزدورۍ په کولو هم خوندیتوب نه احساسوه.

۳- د ښځو شمېر د نارینه په پرتله ډېر دی، که چېرته دا تناسب مساوي هم و، نو نارینه د پېښو، جنګونو او نورو لاملونو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې بیا د اړیکو د خرابوالي په سبب طلاق کېږي، که چېرته نارینه څو ودونه ونه کړي، نو ټولنه خرابېږي.

۵- ډېر مسلمانان ځوانان د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي او هلته ژوند غوره کوي چې بیا د ترجیحاتو او مجبوریتونو پر اساس له نامسلمانو میرمنو سره واده کوي، چې زیان یې مسلمانې میرمنې ګالي.

۶- یوې څېړنې ثابته کړې چې د نوو زېږېدلو انجونو دفاعي سیستم پیاوړي او د هلکانو کمزوری، همد لامل دی چې هلکان د ناروغیو پر وړاندې مقابله نه شي کولی او ژوند له لاسه ورکوي، چې همدې هم د انجونو شمېر ډېر کړی دی.

۷- ډېر شمېر نارینه ددې لپاره چې کار وکړي او د کوچنیو خویندو او ورونو کفالت په غاړه لري، ژر واده نه کوي او همدا لامل وي چې هم عمره انجونې یې زیان ګالي.

۸- په اوسني دور کې په نارینه کې د کمزورۍ ناروغي ډېره شوې او همدا وجه ده چې ډېر ودونه په طلاق ختمېږي او مسلمانې انجونې بیا د پلار کور ته ځي.

۹- په اوسني دور کې چې فحاشۍ او بې حیایۍ ته لار هواره شوې، هر سړی د ملګرتیا په نوم خپل خواهش پوره کوي او له نفقې ځان خلاصوي، چې دې کار ټولنې ته تاوان اړولی. نو په همدې اساس د سعودي عربستان یو تکړه عالم عبد الله بن عبد الرحمن بن جبرین نارینه وو له یو څخه ډېر ودونو واجب یاد کړي.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …