کورپاڼه / خبرونه / مخابراتو وزارت: د موبایل کریډیټ کارتونو مالیات څېړو

مخابراتو وزارت: د موبایل کریډیټ کارتونو مالیات څېړو

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حق..اني وايي چې په کريډیت کارتونو لس سلنه مالیې په اړه باید سپیناوی وشي.

د مخابراتو وزارت د فیسبوکپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د مخابراتو سرپرست وزیر نجیب الله حق..اني په دې اړه نن د وږي په ۲۵مه د د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) مسولینو سره خبرې کړي.

حق.اني زیاته کړې چې د موبایل کارتونو باندې وضع شوژ لس سلنه مالیې د راټولولو په اړه له خلکو سره ځينې اندېښنې شته دی، باید سپیناوی یې وشي.

دغه راز نوموړي نه یوازې د مالیې د راټولولو د سپیناوي خبره کړې بلکې د مخابراتي شبکو سرعت، کیفیت او د خدماتو کیفیت هم د خلکو د قناعت وړ یې ونه باله.

هغه ویلي چې له دې وروسته به د مخابراتي شبکو کنترول او نظارت د قانون او جواز شرایطو په رڼا کې ترسره کېږي، ځکه چې قانون باید پر ټولو یو ډول تطبیق شي.

دا هم ولولئ

اصغر افغان

اصغر افغان: دا ځل به نړیوال جام کې تر فاینل پورې لاره پېدا کوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکینی کپتان او په نړیوال شل اوریز جام کې د …