کورپاڼه / روغتيا / آیا د خشخاشو یا کوکنارو دانو له ګټو خبر یاست؟

آیا د خشخاشو یا کوکنارو دانو له ګټو خبر یاست؟

خشخاش یا د کوکنارو دانې په پخوا زمانو کې د بې شمېره ناروغیو لپاره د درملو په توګه استعمالېدې او اوس هم په کورونو کې مشران لارښوونه کوي چې په ناروغیو کې خشخاش وکاروي. دغه راز د ښځو لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې خشخاش د کیمیا پولي فینل ( chemia polyphenol) په نوم ماده لري، چې د انټي اکسایدو مجموعه وي او پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي او د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي.

خشخاش ګرم اغېز لري او میګنیز یې د هډوکو لپاره ډېر ګټور وي. هغه کسان چې خشخاش استعمالوي وینه یې نه ټولېږي او په بدن کې جریان ښه والی مومي او د بدن د ټولو غړو او سیستم لپاره ګټور وي.

هغه کسان چې د خوب ستونزې لري هغوی کې خشخاش چایو کې واچوي یا دې له ګرمو شېدو سره استعمال کړي. دغه راز که چېرته لامده خشخاش له تورو مرچو سره یوځای مستو کې واچول شي او پر ویښتو ووهل شي نو د سپوروالي ستونزه یې حل کوي.

که چېرته له بادامو سره یوځای وخوړل شي دماغو ته پیاوړتیا ورکوي او حافظه پیاوړې کوي او وزن هم کموي. خو که چېرته ډېر استعمال شي نو بیا زیانمن وي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …