کورپاڼه / اسلام / هغه درې ډوله کسان، چې څومره ورو لمونځونه او نفلونه وکړي خو الله تعالی یې نه قبلوي

هغه درې ډوله کسان، چې څومره ورو لمونځونه او نفلونه وکړي خو الله تعالی یې نه قبلوي

درې ډول کسان داسې بدبخت دي چې الله تعالی د هغوی فرضونه او نفلونه یو هم نه قبلوي. آیا د الله رسوله! هغه څه ډول خلک چې نه یې فرض قبلېږي او نه نفلونه، نو څه شی پاتې شو؟

ویې فرمایل، یو هغه چې د والدینو نافرماني کوي. دویم هغه کسان چې نیکي کوي او خلکو ته یې وایي، احسان او تقدیر ردوي او دریم هغه څوک چې فال ګوري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، کوم شخص چې نجومي یا څېره پېژندونکې ته لاړ شي، لاس ور وړاندې کړي او یوازې دومره ووایي چې زما قسمت کې څه دي، تر څلویښت ورځو یې عبارت نه قبلېږي. (صحیح الجامع ۴۰۵۹)

د خپل راتلونکې یا ښه یا بد قسمت معلومولو په اړه نجومي ته تلل، لاس ورته ښودل او د راتلونکې په اړه ترې پوښتنه کول شرعاً حرام او ناجایز دي او څوک چې په دې خبرو باور لري، کفر ته نږدې کېږي.

په جامع الترمذي کې راغلي: څوک چې کوم نجومي ته لاړ د هغه له لورې ورته ویل شوې خبره باندې باور وکړ، نو هغه شخص پر محمد صلی الله علیه وسلم د نازل شوي شریعت څخه انکار وکړ. دغه راز صحیح روایت کې راځي: څوک چې نجومي ته لاړ شي او د څه شي په اړه ترې پوښتنه وکړي څلویښت ورځې لمونځ نه قبلېږي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …