کورپاڼه / د لوبو راپورونه / عمان د امریکا لوبډلې ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه

عمان د امریکا لوبډلې ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه

د عمان او امریکا لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنیو لوبه کې د عمان لوبډلې په څلور ویکټو او دوو توپونو بریا ترلاسه کړه.

دا لوبه د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه د عمان لوبډلې وګټله او امریکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. چې هغوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې.

د امریکا لپاره په توپ وهنه کې کریما ګوري ۴۴ او ایلموري هاتچینس ۴۹ منډې وکړې. د عمان لپاره بلال خان، محمد ندیم او ایان خان دوه-دوه، کلیم الله او ذیشان مقصود یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د عمان لوبډلې د ۱۷۹ منډو هدف په ۴۹.۴ اورونو کې د شپږ ویکټو په زیان پوره کړ او امریکا ته یې په څلور ویکټو او دوو ویکټو ماتې ورکړه.

د عمان لخوا سوراج کمار ۳۵، محمد ندیم ۳۲ او ذیشان مقصود ۳۱ منډې جوړې کړې. د امریکا له لورې سوراب نیتروالکر درې، سټیون ټایلر، ایلموري هاتچینس او نستوش یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی محمد ندیم وټاکل شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …