کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له فیسبوک وروسته شیاومي هم ځیرکې عینکې معرفې کړې

له فیسبوک وروسته شیاومي هم ځیرکې عینکې معرفې کړې

د ځیرک موبایلونو جوړونکې چینایي شرکت شیاومي هم، له فیسبوک وروسته خپلې ځیرکې عینکې معرفۍ ته وړاندې کړې.

شیاومي په داسې حال کې خپلې ځیرکې عینکې معرفي کوي، چې د فیسبوک شرکت د (ری بین سټوریز) عینکو د معرفي کولو یوه اوونۍ تېره شوې ده.

د شیاومي شرکت ویاید ویلي، چې د ځیرکو عینکو د خرڅلاو په اړه تر اوسه کوم پلان نه لري، خو په اړه یې بشپړ تفصیل ورکړی ترڅو په راتلونکې کې د دا ډول تولیدات تر کومه حده د پوهاوی وړ دي.

شیاومي ادعا کوي چې ځیرکې عینکې یې د ځیرک موبایلونو لپاره یوازې دویم سکرین نه بلکې د ۴۹۷ اجزاوو په لرلو کوچني سینسر او مواصلاتي موډیول هم لري.

دغه عینکې ۵۱ ګرامه وزن لري، چې له مایکرو ایل اي ډیز څخه پکې کار اخیستل شوی، چې ډېر ښکلی سکرین برابروي، لار هم ښیي، د زنګ وهونکې نمبر هم ښکاره کوي او د ژباړې اسانتیا هم لري.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …