کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سپیس ایکس شرکت د لومړي ځل لپاره عام خلک فضاء ته وړي

سپیس ایکس شرکت د لومړي ځل لپاره عام خلک فضاء ته وړي

په امریکا کې د یوه خصوصي فضایي شرکت (سپیس ایکس) فضایي بېړۍ په لومړي ځل عام خلک له ځان سره فضاء ته وړي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د امریکا د سپیس ایکس شرکت له لورې څلور تنه عام کسان فضاء ته وړي، چې هلته به تر دریو ورځو پورې پاتې شي.

دا چې دغه څلور تنه به په فضاء کې څه ډول ویښته ووینځي؟ ډوډۍ به څه ډول خوري؟ دغه راز څه ډول به ورزش ترسره کوي؟ په دې اړه د ناسا فضایي ادارې هوا بازانو سیاحت کوونکو ته ګټورې مشورې ورکړې.

د راپور پر اساس ویل کېږي چې دې ماموربت ته یې د انسپیریشن ۴ نوم ورکړی دی، چې سبا ورځ به د کیلیفورنیا ایالت څخه سفر پیل کړ.

د یادولو وړ ده، چې یاد شرکت له دې وړاندې اعلان کړی و، چې دوی به فضاء ته عام خلک هم استوي، چې دا سفر یې له هغې جملې لومړنی سفر ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …