کورپاڼه / ريکارډونه / ویراټ کوهلي ونه توانېده چې د اصغر افغان ریکارډ مات کړي

ویراټ کوهلي ونه توانېده چې د اصغر افغان ریکارډ مات کړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکی او ددې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي ونه توانېده، چې د افغانستان پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ریکارډ مات کړي.

اصغر افغان د شل اوریزو لوبو یو له ترټولو بریالیو هغه لوبډلمشرانو له جملې څخه دی، چې پخپله لوبډلمشرۍ کې لوبډلې ته ترټولو ډېرې لوبې ګټلي او لومړی مقام له ځان سره لري.

اصغر افغان پخپله لوبډلمشرۍ کې ۵۲ لوبې کړي، چې ۴۲ یې ګټلي، ۹ یې بایللي او یوه یې مساوي پای رسېدلې. په دویم مقام کې د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد ځای لري، هغه په ۳۷ لوبو کې ۲۹ ګټلي او ۸ یې بایللي دي.

ویراټ کوهلي بیا دریم مقام لري، هغه په ۴۵ لوبو کې ۲۷ ګټلي، ۱۴ یې بایللي، ۲ یې مساوي او ۲ یې بې پایلې سرته رسېدلي دي. څلورم مقام له ډوپلیسي سره دی، هغه په ۴۰ لوبو کې ۲۴ ګټلي، ۱۵ بایللي او یو یې مساوي کړی دی.

پنځم مقام بیا له ډیرن سمي سره دی، هغه پخپله لوبډلمشرۍ کې ۴۷ لوبې کړي، ۲۷ یې ګټلي دي، ۱۷ یې بایللي، یو یې مساوي او دوه یې بې نتیجې سرته رسېدلي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …