کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش د ۲۱۱ منډو هدف کېښود

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش د ۲۱۱ منډو هدف کېښود

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په څلورمه لوبه کې افغان نولس کلنو بنګله دېش ته د ۲۱۱ منډو هدف کېښود.

دغه لوبه چې د بنګله دېش په کوربتوی په سیلیحت کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه افغان نولس کلنې لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان نولس کلنې لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۰ منډې وکړې او د بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډو هدف کېښوده.

د افغان لوبډلې لپاره بلال احمد ډېره ښه توپ وهنه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې. دغه راز سلیمان عربزي بیا ۴۳ او لوبډلمشر ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره مهیدین طارق دوه، مشفیق حسن، مهراب، ایچي مولا، نعیم الرحمن او عبدالله المامون یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې افغان لوبډلې درې واړه لوبې بایللي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …