کورپاڼه / روغتيا / د زړه له حملې یوه اوونۍ وړاندې ښکاره کېدونکې نښې، نښانې

د زړه له حملې یوه اوونۍ وړاندې ښکاره کېدونکې نښې، نښانې

د زړه ناڅاپي حمله یو ډېرو خطرناکو ناروغیو څخه ده، چې تقریباً د ناڅاپي مړینې په لاملونو کې په لومړي سر کې ځای لري. دغه راز له پېښېدو وړاندې ځینې نښې، نښانې څرګندوي، چې تقریباً ټول خلک ورته پام نه کوي.

نا آرامي: ډېر شمېر خلک د کور د کارونو یا دفتر د کارونه په سبب دومره تر فشار لاندې وي، چې نا آرامي یې ډېرېږي او همدغه نا آرامي د زړه حملې له نښو، نښانو څخه یوه پټه نښه ده.

د خوب نشتوالی: پر وخت وېده کېدل د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي، خو روغتیایي کارپوهان وایي چې د خوب ستونزې یا په خوب کې خلل راتلل د زړه د حملې له نښو څخه ګڼل کېږي.

د مټ درد: د مټ یا لاس د درد ترڅنګ د ملا درد، د ژامو درد، د سینې درد یا سوخت هم د زړه حملې له نښو څخه ګڼل کېږي، نو که چېرته له دا ډول حالاتو سره مخ شوئ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

سخته ستړیا: د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، ډېر شمېر هغه کسان چې د زړه په حمله اخته کېږي، له دې وړاندې د سختې ستړیا احساس کوي او د ډېر کار او لږ خوب په سبب یې په بدن کې درد وي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …