کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان د کرن ارجن فلم یاد تازه کړ

شاهرو خان د کرن ارجن فلم یاد تازه کړ

د هندي سینما د رومانس بادشاه شاهرو خان له سلمان خان سرع په ټولنیزه رسنۍ خبرې کړي او د خبرو پرمهال یې د خپل فلم (کرن ارجن) یاد تازه کړی دی.

د یادولو وړ ده چې پر ټولنیزو رسنیو د شاهرو خان د ویب سیریز د اعلان په اړه آوازې دي او له دې اعلان وروسته دا راپورونه هم خپرېږي چې شاهرو خان ویب سیریز پیلوي.

شاهرو خان په اړه اوس له او ټي ټي پلیټ فارم له لورې دویم اعلان هم خپور شوی، چې په دې د شاهرو خان ملګري او اداکار سلمان خان هم د هغه په اړه یو ټویټ وکړ.

سلمان خان په خپل ټویټ کې د ملګري لپاره مینوالو ته وویل چې آیا تاسې شاهرو خان ته ښه راغلاست نه وایئ؟ د هغه په ټویټ شاهرو خان ځواب ورکړ او د خپل فلم کرن ارجن مشهوره سندره (یه بندن تو پیار کا بندت هی) ولیکه.

شاهرو خان ورته ولیکل چې:((مننه ورور جانه! دا اړیکه هم د مینې اړیکه ده.)) د یادولو وړ ده، چې کرن ارجن فلم په ۱۹۹۵ کال خپور شوی و، چې دواړه ادکارانو پکې کار کړی و او ډېر ستایل شوي هم ول.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …