کورپاڼه / جالب / یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي ګرځي، چې ډېر حیرانوونکې وي او خلک ګوته په غاښ کوي او اوس همدغسې یوه پېښه په کرناټک ایالت کې واقع شوې.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې د کرناټک ایالت په ګوروا ولسوالۍ کې یوې انجلۍ په دې سبب له واده انکار وکړ، چې د کلي سړک یې خراب شوی و.

دې انجلۍ د هند لومړي وزیر مودي ته لیک لیکلی دی چې:((زه تر هغې واده نه کوم ترڅو چې دلته سړک نه وي جوړ شوی.)) دغه انجلۍ د رامپوره کلي اوسیدونکې او په دې کلي کې شاوخوا څلویښت کورنۍ ژوند کوي.

کله چې باران وشي نو د کلي خلک له ستونزو سره مخ کېږي او ډېر شمېر زده کوونکې د سړک د خرابوالي په سبب له زده کړو لاس اخلي او ځینې له اوه کیلومیتره سفر وروسته ښوونځي ته ځي.

دویم لوی لامل دادی چې خلک په دې کلي کې ځکه واده نه کوي چې سړک یې خراب دی. همدا لامل دی چې ددې کلي د نندو په نوم انجلۍ مودي ته لیک لېږلی دی او یو ډول احتجاج یې کړی دی.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …