کورپاڼه / ريکارډونه / ډیوین براوو دویم لوبغاړی شو چې پنځه سوه شل اوریزې لوبې کوي

ډیوین براوو دویم لوبغاړی شو چې پنځه سوه شل اوریزې لوبې کوي

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی ډیوین براوو، دویم لوبغاړی شو چې په ۵۰۰ شل اوریزو لوبو کې برخه اخلي.

ډیوین براوو یوه ورځ وړاندې د کرابین لیګ په پایلوبه کې برخه واخیسته، چې نه یوازې خپلې ۵۰۰ شل اوریزې لوبې یې پوره کړې، بلکې پایلوبې یې هم وګټله.

براوو په ۵۰۰ شل اوریزو لوبو کې، چې نړیوالې شل اوریزې او د لیګونو لوبې هم پکې شاملې دي، برخه اخیستې او په دې لوبو کې ۵۴۰ ویکټې اخیستي او ۶۵۷۴ منډې یې جوړې کړي.

له براوو وړاندې دغه ریکارډ له بل ویسټ انډیزي لوبغاړي کیرن پولارډ سره دی، هغه په ۵۶۱ لوبو کې برخه اخیستې، ۲۹۸ ویکټې لري او ۱۱۱۵۹ منډې یې جوړې کړي.

دریم مقام کې هم د ویسټ انډیز برید کوونکی لوبغاړی کریس ګېل ځای لری، هغه په ۴۴۶ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، ۸۲ ویکټې لري او ۱۴۲۶۱ یې جوړې کړي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …