کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاهرو خان د نوي فلم نوم هم څرګند شو

د شاهرو خان د نوي فلم نوم هم څرګند شو

د هندي سینما مخکښ ستوری شاهرو خان، چې څه موده وړاندې د (پټان) فلم په شوټنګ بوخت و، اوس د یو بل فلم په شوټنګ هم بوخت دی، چې نوم یې رسنیز شو.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې شاهرو خان او اداکاره نیانترا به د شاهرو خان په نوي کې فلم کې مرکزي رول ترسره کړي.

په دې اړه ویل کېږي چې د هاوس پروډکشن له لورې د یو میټرو تمځای کې د فلم د شوټنګ لپاره د اجازې غوښتنه شوې، چې په دې غوښتنلیک کې فلم ته د (لاین) نوم ورکړل شوس دی.

خو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي چې د فلم نوم به همدا (لاین) وي او که وروسته به تغیر خوري. باید یاده کړم چې شاهرو خان د وروستي ځل لپاره په زیرو فلم کې راڅرګند شوی و، چې بیا په دې وروستیو کې د پټان فلم په شوټنګ بوخت و.

دغه راز دا هم ویل کېږي چې شاهرو خان د یو بل فلم په جوړولو هم بوخت دی، چې ښایي نوم یې (لاین) وي او په دې فلم کې د سویلي هند اداکاره نیانترا ورسره مرکزي رول لوبوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …