کورپاڼه / خپلواک / افغان باکسر د انګلستان باکسر ته سخته ماته ورکړه
سهېل احمد

افغان باکسر د انګلستان باکسر ته سخته ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ نومبر ۲۰۱۹): افغان سوکوهونکي يا باکسر سهېل احمد يو ځل بيا خپل انګلستاني سيال ته په سيالۍ کې سخته ماته ورکړه او يوه بله بريا يې په خپل نوم کړه.

افغان مسلکي سوکوهونکی سهېل احمد چې بېګاه شپه يې د انګلستان په يارک هال کې د خپل انګليس سيال ډايلين ډراپر سره د سوکوهنې سيالي ترسره کوله، په دريم راونډ کې يې هغه ناک اوټ کړ او په دې سره يې ۱۴مه بريا خپله او افغانستان ته يې دا وياړ ور په برخه کړ.

سهېل احمد چې مسلکي يا پروفېشنل سوکوهونکی يا باکسر دی، تر دې مهاله پورې يې ۱۵ پروفېشنل لوبې ترسره کړي دي او په دغه لوبو کې يې په يوازې ۱ لوبه کې ماته خوړلې، همدا راز د بېګانۍ لوبې په ګډون ۱۴ لوبو کې يې بريا خپله کړې او په انګلستان کې يې د افغانستان نوم او درې رنګه بېرغ ځلولی دی.

خپل انګلستاني سيال ته په دريم راونډ کې تر ماتو ورکولو وروسته سهېل احمد په خپله بريا ډېره خوښي وښوده او وې ويل چې دا د هېوادوالو د تشويق او دعاو برکت دی، چې هغه پرلپسې برياوې خپلوي او د افغانستان نوم او درې رنګه بېرغ ځلوي.

سهېل احمد خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې هر کله د لوبې لپاره مېدان ته کوزېږي، نو په دې جذبه لوبېږي، چې د افغانستان نوم او بېرغ به ځلوي او نړۍ ته به د افغانستان سوله ييزه څېره ښايي. هغه همدا راز له افغان ځوانانو غوښتنه وکړه، چې ورزشي برخې ته دې ډېر پام وکړي، ځکه دا هغه لاره ده چې موږ کولای شو په هر ځای کې د افغانستان نوم وځلوو.

سهېل احمد به د دسمبر مياشتې په ۱۴مه نېټه یوه بله مسلکي سيالي هم لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …