کورپاڼه / روغتيا / د زړه له حملې څخه د ژغورنې لپاره له دې ساده طریقې ګټه پورته کړئ

د زړه له حملې څخه د ژغورنې لپاره له دې ساده طریقې ګټه پورته کړئ

د طب په نړي کې د زړه ناروغي ترټولو خطرناکه ګڼل کېږي، ځکه چې په دې ناروغیو اخته کسان له ناڅاپي مړینې سره مخ کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د یو څو آسانه طریقو په خپلولو سره د زړه له ناروغیو څخه خوندي پاتې کېږو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د عمر په منځنۍ برخه کې باید په وینه کې د سودیم اندازې ته پام وکړو او کله چې موږ د اوبو استعمال کم کړو نو په وینه کې د سودیم کچه خرابېږي، دغه راز د اوبو استعمال او د زړه د کیڼ دهلیز ترمنځ هم اړیکه شته دی.

هر شخص باید دې ته پام وکړي چې هغه هره ورځ څومره اوبه وڅښي. که چېرته یو څوک په لږه اندازه اوبه څښي نو اړتیا ده چې د اوبو استعمال ډېر کړي، ځکه چې په دې سره د زړه روغتیا ښه وي او د وینې جریان هم ورسره ښه وي.

روغتیا کارپوهانو ویلي دي، که چېرته په بدن کې د اوبو کچه کمه شي نو د اوبو غوښتنه ډېرېږي او د وینې فشار یا د زړه ناروغیو خطر ډېرېږي.

دا چې یو شخص باید په ورځ کې څومره اوبه وڅښي، په دې اړه ویل کېږي، چې یو بالغ شخص دې په ورځ کې ۳.۷ لیتره، میرمنې دې ۲.۷ لیتره اوبو وڅښي او ترڅنګ دې تازه مېوې او سبزیجات استعمال شي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …