کورپاڼه / خبرونه / نن د نېوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ پیلېده، خو د نېوزیلېنډ له لورې لغوه شوه

نن د نېوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ پیلېده، خو د نېوزیلېنډ له لورې لغوه شوه

ټاکل شوې وه، چې نن ورځ د نېوزیلېنډ او پاکستان لوبډلو ترمنځ د درې یوه ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوي، خو د امنیتي خطرونو په سبب د نېوزیلېنډ له لورې لغوه شوه.

دا په داسې حال کې وه، چې څو ورځې وړاندې ددې لوبې د نندارې لپاره ټکټونه هم پلورل شوي ول، خو نن سهار ننداره کوونکو ته اجازه ور نه کړل شوه چې لوبغالي ته داخل شي.

له هغې وروسته د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ اجراییوي رییس وویل، چې موږ نه شو کولی چې دې سفر ته دوام ورکړو، پاکستان یو ښه کوربه دی، خو موږ ته د لوبغاړو خوندیتوب مهم دی.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ وویل چې موږ موږ ته نن ورځ د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ وویل، چې دوی د امنیتي ګواښ خبر ترلاسه کړی او له هغې وروسته یې لوبلړۍ لغوه کړه.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې پاکستانیو امنیتي چارواکو او د پاکستان کرکټ بورډ تر څو ساعتونو پورې هڅه وکړه، چې د نیوزیلېنډ لوبډله قانع کړي، خو هڅې یې ناکامې شوې او هغوی له پاکستان سره پنځه شل اوریزې او درې یوه ورځنۍ لوبې لغوه اعلان کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …