کورپاڼه / اسلام / که چېرته میرمنې بویي وخوري نو د ښکلي اولاد څښتنې به شي

که چېرته میرمنې بویي وخوري نو د ښکلي اولاد څښتنې به شي

د بویي کلمه به د ډېرو کسانو لپاره نوې وي، خو بویي یوه ډېره ګټوره ده چې د خپلو ځانګړتیاوو په سبب یې له مېوه پلورنکو څخه اخیستلی شئ، دغه مېوه د شنې مڼې په څېر وي او خوند یې هم ورته نږدې وي، خو د خوږ بویي طبیعت معتدل او د تروش بویي طبیعت بیا سوړ او وچ وي.

بویي له ډېرو روغتیایي او غذایې خوبیو لرونکی دی او د ډېرو ناروغیو په درملنه کې ګټور تمامېږي، خو ځینې روغتیایي کارپوهان بیا د سوړ اغېز لرونکی ګڼي او وایي چې د مختلفو غذایي توکو په سبب روغتیایې تاثیر ښیندي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې بویي باید تل له خوړو څخه وروسته وخوړل شي او هغه کسان چئ د ګرم او وچ طبیعت لرونکي وي، دا مېوه ورته ګټوره وي.

بویي د معدې لپاره هم ګټور وي او قوت وربخښي، یوه په زړه پورې خبره دا چې که چېرته یې میرمنې استعمال کړي نو د ښکلي اولاد مور کېدلی شي او د قبض په ناروغۍ کې هم ګټور تمامېږي او د کولمو لپاره هم اغېزمن وي او په اړوند ناروغیو کې یې مرستندویه ګڼل کېږي.

دغه راز بویي یو له هغه مېوو څخه دی چې په احادیثو کې یې هم ذکر راغلی دی، حضرت طلحه بن عبید الله څخه روایت دی، چې زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت حاضر شوم او هغه دا وخت د صحابه کرامو سره په مجلس کې و، په لاس کې یو بویې و، چې اړوو را اړوو یې، کله چې زه کېناستم نو زما طرف ته راوکتل او و یې فرمایل، چې ای ابوذره: دا زړه ته طاقت ورکوي، ساه خوشبو داره کوي او د سینې بوج ختموي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …