کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په څلورمه لوبه کې افغان نولس کلنو بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د بنګله دېش په کوربتوب په سیلیحت کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه افغان نولس کلنې لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان نولس کلنې لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۰ منډې وکړې او د بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډو هدف کېښوده.

د افغان لوبډلې لپاره بلال احمد ډېره ښه توپ وهنه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې. دغه راز سلیمان عربزي بیا ۴۳ او لوبډلمشر ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره مهیدین طارق دوه، مشفیق حسن، مهراب، ایچي مولا، نعیم الرحمن او عبدالله المامون یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش ونشوه کړای چې د ۲۱۱ منډو هدف ترلاسه کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۴،۲ اورونو کې ۱۹۱ منډې وکړې، چې ډلې یې یې تهجیبل اسلام ۵۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ننګیالي خروټي، اظهارالله نوید، شاهدالله حسني دوه-دوه، یما عرب، فیصل خان احمدزي او نجیب الله یوه-یوه وېکټ واخیسته. د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ پنځمه لوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۹ نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …