کورپاڼه / خبرونه / ښایي انګلستان هم پاکستان ته خپل سفر لغوه کړي؛ وایي چې په ۴۸ ساعتونو کې پرېکړه کوو

ښایي انګلستان هم پاکستان ته خپل سفر لغوه کړي؛ وایي چې په ۴۸ ساعتونو کې پرېکړه کوو

نن ورځ، وروسته له هغې چې نیوزیلېنډ په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو په سبب لوبې وځنډولې، د انګلستان کرکټ بورډ هم پاکستان ته پخپله سفر فکر کوي.

د انګلستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې دوی پاکستان ته د خپلې لوبډلې په استولو فکر کوي او په راتلونکې اته څلویښت ساعتونو کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي:((موږ د نيوزيلېند کرکټ بورډ له پرېکړې خبر يو، چې د امنيتي ګواښونو په سبب یې پاکستان سره لوبې لغوه کړې.))

یاد کرکټ پخپله اعلامیه کې زیاته کړې:((موږ له خپل امنيتي ټيم سره په همغږۍ پاکستان کې وضعيت څارو، انګلستان کرکټ بورډ به پاکستان ته خپل راتلونکې سفر په اړه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې خپله پرېکړه وکړي.))

ټاکل شوې ده، چې د انګلستان کرکټ ملي ښځینه او نارینه لوبډله به پاکستان ته د لوبو لپاره سفر وکړي، خو دا چې نیوزیلېنډ خپلې لوبې لغوه کړې، نو د انګلستان سفر هم ښایي لغوه شي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …