کورپاڼه / خبرونه / سلمان بټ: د کوهلي او روهیت شرما جوړه د جیوردنې او سنګاکارا سره ورته ده

سلمان بټ: د کوهلي او روهیت شرما جوړه د جیوردنې او سنګاکارا سره ورته ده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سلمان بټ ویلي دي، چې د هندوستان کرکټ د لوبډلمشر ویراټ کوهلي او پیلیز توپ وهونکې روهیت شرما جوړه د سریلانکا پخوانیو لوبغاړو مهیلا جیوردنې او کمار سنګاکار سره ورته ده.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي مهیلا جیوردنې او کمار سنګاکار د کرکټ نړۍ هغه لوبغاړي دي، چې تر ډېره به یې نوم د کرکټ په تاریخ کې یادېږي.

دغه راز دوی دواړه د سریلانکا هغه لوبغاړي ول چې تر ډېره یې د سریلانکا لوبډله د کرکټ په نړۍ کې بریالۍ ساتلې وه او ډېرې لوبې یې ورته ګټلې وې.

پاکستاني لوبغاړي سلمان بټ ویلي دي:((د ویرات کوهلي او روهیت شرما جوړه، د سریلانکا د پخوانیو لوبغاړو مهیلا جیوردنې او کمار سنګاکارا سره د پرتلنې وړ ده.))

د یادولو وړ ده چې ویرات کوهلي له نړیوال شل اوریز جام وروسته د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري پرېږدي او ښایي چې د هغه پرځای روهیت شرما لوبډلمشر شي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …