کورپاڼه / اسعار / آیا د درود شریف د ویلو له ګټو خبر یاست؟

آیا د درود شریف د ویلو له ګټو خبر یاست؟

درود شریف دعا ده او هغه څوک چې درود وایي نو یوازې الله او د الله رسول د رضا سبب کېږي، بلکې په دې سره ذهني آرامتیا هم ترلاسه کېږي، یعنې هم ثواب او هم خرما

د قران کریم په سورت الاحزاب په ۵۶ ایت کې راځي ژباړه: یقیناً چې الله او د هغه پرښتې پر رسول صلی الله علیه وسلم درود وایی. ای مومنانو! تاسې هم پر ده درود ووایئ او په پوره خلوص ورته سلام وکړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله چې له تاسو کوم څوک لمونځ وکړی، باید (دعا) د خپل رب په حمد او ثناء سره شروع کړی او بیا په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې درود ووایي او وروسته دې د خپلې خوښې دعا وکړي.

دغه راز درود ویل ډېرې زیاتې نورې ګټې هم لري. په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږي. په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږي. په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي او د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.

درود ویل د برکتونو سبب ګرځي. د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږي. د الله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږي. په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي. په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي او درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۱۸ میزان ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۸۹.۸۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ …