کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / جیمي نېشام ۳۱ کلن شو، د هغه په نور معلومات دلته ولولئ

جیمي نېشام ۳۱ کلن شو، د هغه په نور معلومات دلته ولولئ

جیمي نېشام، چې بشپړ نوم یې جیمس ډګلاس شاهان نېشام دی، له نن څخه ۳۱ کاله وړاندې د نیوزیلېنډ په اکلېنډ کې زېږېدلی دی. هغه په ښي لاس چټکه توپ اچونه او په کیڼ لاس توپ وهنه کوي.

جیمي نېشام چې یو الراونډر لوبغاړی دی په ۲۰۱۲ کال د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ته راغی او له هماغه راهیسې د یادې لوبډلې لپاره لوبه کوي.

نوموړي لومړۍ ټیسټ لوبه د هند او وروستۍ یې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړې او لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه یې هم د سویلي افریقا او وروستۍ د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړې ده.

دغه راز په شل اوریزو لوبو کې هم برخه اخیستې او لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د سویلي افریقا په وړاندې ترسره کړې او په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د استرالیا لوبډلې پر وړاندې لوبېدلی دی.

جیمي نېشام په ۷۸ ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو کې لوبېدلې، چې په دې لوبو کې ۲۰۲۹ منډې کړي او ۸۲ ویکټې هم لري. په یوه ورځنیو لوبو کې یې غوره توپ وهنه د ۹۷ او په ټیسټ لوبو کې د ۱۳۷ ناسوځېدلو منډو کول دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …