کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / راشد خان به په نړیوال شل اوریز جام کې د نورو لوبډلو لپاره سرخوږی وي
راشد خان

راشد خان به په نړیوال شل اوریز جام کې د نورو لوبډلو لپاره سرخوږی وي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر په نړیوال شل اوریز جام کې د راشد خان په رول کې لنډه تبصره کړې او هغه یې د شین وارن او مرلي درن سره ورته ګڼلی.

یادې ویبپاڼې ویلي چې راشد خان د اوس وخت د لږو اورونو یوه له غوره توپ اچونکو څخه دی او هغه یو له هغه لوبغاړو څخه دی چې په نړیوال جام به د توپ وهونکو لپاره سرخوږی وي.

راشد خان په ۵۱ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې او په ۹۵ ویکټې یې په ۶.۲۲ ایکانومۍ سره اخیستي، چې په دې کې یې دوه ځلې پنځه-پنځه ویکټې ترلاسه کړي.

دغه راز هغه په توپ وهنه کې هم له ځانګړو وړتیاوو څخه برخمن دی او کله چې میدان ته ښکته کېږي، نو حمله کوونکې توپ وهنه کوي. تر اوسه پورې په شل اوریزو لوبو کې ۱۷۹ منډو لري، چې د ۱۲۸.۷۸ په سټرایک ریټ یې جوړې کړي.

راشد خان نه یوازې په توپ وهنه کې نورو لوبډلو ته لوی ګواښ دی، بلکې په توپ اچونه خو یې بیا ټول تمرکز دی او هغه کولی شي چې په منځنیو اورونو کې د ویکټو په ترلاسه کولو په مقابله لوبډله فشار وغورځوي.

هغه چې د ۹۰ کیلومتره/ساعت څخه د توپ اچونې ډېر سرعت لري، توپ وهونکې ته وخت نه ورکوي چې توپ تر اخره وڅاري او همدا لامل دی چې هغه به نړیوال جام کې د نورو لوبډلو لپاره سرخوږی وي او د هغه ډېرې هڅې او خوارۍ ته په کتو که هغه د شین وارن او مرلي درن سره ورته وګڼل شي، نو د حیرانتیا وړ به نه وي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …