کورپاڼه / د لوبو راپورونه / زمبابوې په دویمه شل اوریزه لوبه کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

زمبابوې په دویمه شل اوریزه لوبه کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

د سکاټلېنډ او زمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو په دویمه لوبه کې، چې لومړۍ یې سکاټلېنډ ګټلې وه، زمبابوې په ۱۰ منډو بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې د سکاټلېنډ په کوربتوب ترسره شوه، د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې وکړې.

د زمبابوې لپاره په توپ وهنه کې کریګ ارون ۳۰ او سین ویلیمس ۶۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او سکاټلېنډ لپاره السدایر ایونس، مارک واټ، ګوین ماین او مایکل لیسک یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سکاټلېنډ ونشوه کړای چې د ۱۳۷ منډو هدف ترلاسه کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډې وکړې او په ۱۰ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلې یې ریچي برینګټن او میتیو کروس ۴۲-۴۲ منډې وکړې.

د زمبابوې لپاره ټنډي چیتارا، ریچارډ نیګروا او ویلنټن مسکدزا دوه-دوه، سین ویلیمس او لوک جانګوي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. په دې سره لوبلړۍ د ۱-۱ پر وړاندې مساوي شوه.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …