کورپاڼه / جالب / د هغه یوټیوبر حیرانوونکې ادعا چې پر سپوږمۍ یې څېړنه کړې

د هغه یوټیوبر حیرانوونکې ادعا چې پر سپوږمۍ یې څېړنه کړې

سپوږمۍ یوه بې اوبو او بې وښو ډبرینه سطحه ده، چې په اړه تقریباً ټوله نړۍ پوهېږي، خو اوس یو یوټیوبر، چې پر سپوږمۍ څېړنه کړې، یوه داسې ادعا کوي چې حیران به مو کړي.

د ډیلي سټار د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د (Ccrow777) په نوم یوټیوبر ادعا کړې، کومه سپوږمۍ چې موږ یې له ځمکې وینو، هغه سپوږمۍ نه ده بلکې یوه مصنوعي سپوږمکۍ یا سټلایټ دی او سپوږمۍ له موږ پناه کړې او هلته پټ فعالیتونه روان دي.

یوټیوبر وایي چې له کلونو راهیسې د ایچ ډي ټیلي سکوپکو کامرو په مرسته د سپوږمۍ سطحه مشاهده کوي او په پوره باور سره وایي چې زموږ چې کومه سپوږمۍ وینو هغه مصنوعي ده او موږ په مصنوعي نظام کې ژوند کوو.

هغه زیاتوي چې تاسې د سپوږمۍ ځینې نقشې په غور سره وګورئ، هغه نقشې به بالکل له یو بل سره ورته نه وي او بل ثبوت دادی چې دا نقشې د سپوږمۍ د سطحې نه دي کنه داسې واسې سره ورته به وای.

هغه د سپوږمۍ په سطحه د پټو فعالیتونو په اړه هیڅ نه وایي، خو ساینسي ټولنې د هغه ادعاوې ردوي او وایي، موږ چې له ځمکې کومه سپوږمۍ وینو همدا سپوږمۍ ده، کومه مصنوعي سطحه نه ده.

دا هم ولولئ

جاپان د روبوټونو لپاره ځانګړي لباسونه جوړ کړي

ښه او لوړ بیه لباسونه یوازې د انسانانو پوښاک نه دی، بلکې په دې نوملړ …