کورپاڼه / د لوبو راپورونه / امریکا د نیپال لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ستره ماتې ورکړه

امریکا د نیپال لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ستره ماتې ورکړه

د نیپال او امریکا ملي لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې امریکا لوبډله وتوانېده چې نیپال لوبډلې د ۶ ویکټو او ۱۲۳ توپونو پرمټ ستره ماتې ورکړي.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه د امریکا لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. نیپال د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې.

د نیپال له لورې کوشال بهورتیل ۳۶ او ګینیندرا مولا ۵۵ منډې وکړې. د امریکا لخوا سوراب څلور، کیلی پیلیپ درې، کریما ګوري، الموري هاتچینسن او نوستوش یوه-یوه ویکټ واخیسته.

امریکا د ۱۷۵ منډو هدف په ۲۹.۳ اورونو کې پوره کړ او نیپال ته یې په شپږ ویکټو او ۱۲۳ توپونو ستره ماتې ورکړه.

د امریکا لخوا سټیون ټایلر ۹۲ او میننک پټیل ۳۸ منډې وکړې. د نیپال لخوا سندیپ لمیچاني او کرن دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. د لوبې غوره لوبغاړی سټیون ټایلر وټاکل شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …