کورپاڼه / د لوبو راپورونه / لوبه د ویسټ انډیز نولس کلنو خو لوبلړۍ انګلستان وګټله

لوبه د ویسټ انډیز نولس کلنو خو لوبلړۍ انګلستان وګټله

د ویسټ انډیز او انګلستان نولس کلنو ترمنځ د شپږو یوه ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې څه هم ویسټ انډیز بریا ترلاسه کړه، خو لوبلړۍ د انګلستان په ګټه تمامه شوه.

دا لوبه چې د انګلستان په کوربتوب ترسره شوه، د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۳۰ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ وهنه کې میتیو نندو ۸۰ او او کارلن بون ۴۸ منډې وکړې. د انګلستان لخوا سوني بکر څلور، ریحان احمد درې، ناتن برنوال دوه او توماس اسپینوال یوه ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان نولس کلنو ونشو کړای چې د ۲۳۱ منډو هدف ترلاسه کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۱۳ منډې وکړې او په ۱۷ منډو یې ماتې وخوړه، چې له ډلې یې ریحان احمد ۶۸ او جورج توماس ۳۸ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره واسنت سینګ څلور، میتیو نندو دوه، اندیل ګوردن، جوهان لین او اکیم اګسټي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. په دې سره ۴-۲ پر وړاندې لوبلړۍ انګلستان وګټله.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …