کورپاڼه / جالب / یو عاشق ته د معشوقې دیدن ګران تمام شو؛ کلیوالو یې نکاح ور وتړله

یو عاشق ته د معشوقې دیدن ګران تمام شو؛ کلیوالو یې نکاح ور وتړله

د مینې او محبت کیسې به مو ډېر اورېدلي وي، خو داسې څه به مو نه وي اورېدلي چې عاشق دې د معشوقې لېدو ته لاړ شي او چې بېرته راځي نو نکاح یې هم ورسره تړلي وي. همدغسې یوه کیسه له یو ځوان سره شوې، چې له خپلې معشوقې سره ونېول شو او خلکو یې نکاح ور وتړله.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیو کې لېدل کېږي چې د هلک تر شاوخوا خلک راټول وي او هغه د خلکو په منځ کې اندیښمن ناست وي، بیا مولوي راځي او د هغوی نکاح تړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په دې ویډیو خلکو ډېرې تبصرې کړي دي، یو شخص لیکلي چې له دې ځوان سره ډېر ښه کار وشو. ځینې له عاشق سره همدردي کوي او ځینې بیا پرې مسخرې کوي.

څو ورځې وړاندې په مکسیکو کې هم یوه ډېره په زړه پورې پېښه واقع شوې، چېرته چې یو واده کړي شخص د معشوقې لپاره سرنګ ایستلی و او له همدې لارې به یې سره دیدن کاوه.

ددې شخص میرمن په پولیسو کې وه، کله چې یوه ورځ وختي کور ته راغله نو ګوري چې خاوند یې کور کې نشته، چې بیا یې سرنګ پیدا کړ او له همدې لارې یې د خاوند راز معلوم کړو او هغه یې بندي کړ.

دا هم ولولئ

جاپان د روبوټونو لپاره ځانګړي لباسونه جوړ کړي

ښه او لوړ بیه لباسونه یوازې د انسانانو پوښاک نه دی، بلکې په دې نوملړ …