کورپاڼه / هنر او کلتور / شلپا شیټي به ډېر ژر له راج کندرا څخه طلاق واخلي

شلپا شیټي به ډېر ژر له راج کندرا څخه طلاق واخلي

د هندي سینما د مخکښې اداکارې شلپا شیټي په اړه دا وړاندوینه کېږي، چې هغه به ډېر ژر له خپل خاوند راج کندرا څخه، چې د غیر اخلاقي فلمونو د جوړولو په قضیه کې نېول شوی و، طلاق واخلي.

د هندي فلمونو شنونکی کمال راشد خان، چې په کی ار کی سره شهرت لري، د بالیووډ اداکارې شلپا شیټي او د هغه خاوند راج کندرا د طلاق په اړه لویه وړاندوینه کړې ده.

کمال راشد خان، چې له دې وړاندې یې هم وړاندوینې کړي، اوس یې په ۳۱ نمبر د وړاندوینو په ټویټ کې ویلي دي، چې په نږدې راتلونکې به شلپا شیټي له راج کندرا څخه طلاق واخلي.

د یادولو وړ ده، چې کمال راشد خان له دې وړاندې د نیک جونس او پریانکا چوپړا د طلاق په اړه هم وړاندوینه کړې وه او ویلي یې ول چې په راتلونکې لسو کلونو کې به دوی سره بېل شي.

راج کندرا د روان کال د جولایۍ په ۱۹مه نېټه په ممبۍ کې د غیر اخلاقي فلمونو د جوړولو په تور بندي شوی و، چې بیا په همدې سبب شلپا له ډېرو ستونزو سره مخ شوه.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …