کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سبا د آی پي ایل پاتې لوبې پیلېږي؛ دا چې کومې لوبډلې مخکښې دي، په اړه یې دلته ولولئ

سبا د آی پي ایل پاتې لوبې پیلېږي؛ دا چې کومې لوبډلې مخکښې دي، په اړه یې دلته ولولئ

د هند سترې سوداګریزې لوبې (آی پي ایل)، چې د کرونا وایروس په سبب یې ۳۱ لوبې ځنډېدلې وې، سبا د یکشنبې په ورځ بیرته پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې به یې د چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا لوبې، چې د څوارلسم پړاو ۲۹ سیالۍ یې په هند کې ترسره شوي دي، اوس له اوږد ځنډه وروسته سبا د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پېلیږي.

په دې لیګ کې د افغانستان دوه لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم له خپلې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد سره یوځای شوي او تمرینات یې پیل کړي، خو مجیب ځدران تر اوسه پورې د ویزې د ستونزې په سبب له لوبډلې سره نه دی یوځای شوی.

دا چې په دې لوبو کې کومه لوبډله مخکې ده، دلته به یې په اړه ولولو. د ډهلي کپیټلز لوبډلې په ۸ لوبو کې ۶ ګټلي او ۱۲ په نمرو سره په جدول کې لومړی ځای لري. چینای سوپرکینګز په ۷ لوبو کې ۵ ګټلي او د ۱۰ نمرو په لرلو سره دویم ځای لري.

رویال چلینجرز بنګلور په ۷ لوبو کې ۵ ګټلي، ۱۰ نمرې لري، په دریم.ممبي انډینز په ۷ لوبو کې ۴ ګټلي د ۸ نمرو په لرلو څلورم. راجستان رویالز په ۷ لوبو کې ۳ ګټلي او د ۶ نمرو په لرلو پنځم. پنجاب کینګز په ۸ لوبو کې ۳ ګټلي او د ۶ نمرو په لرلو شپږم. کلکته نایټ رایډرز په ۷ لوبو ۲ ګټلي او د ۴ نمرو لرلو اووم او سنرایزر حیدراباد په ۷ لوبو کې ۱ ګټلې او د ۲ نمرو په لرلو اتم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …