کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان: لومړي پړاو لوبو کې ښه ونه ځلېدو، خو په دویم پړاو کې د ښه لوبېدو په تمه یو

راشد خان: لومړي پړاو لوبو کې ښه ونه ځلېدو، خو په دویم پړاو کې د ښه لوبېدو په تمه یو

د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې د آی پي ایل په ۲۰۲۱ کال لوبو په لومړي پړاو لوبو کې ښه ونه ځلېده او په اوو لوبو کې یې یوازې د یوې لوبې په ګټلو سره د جدول په وروستي مقام کې ځای لري.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ورو توپ اچونکې راشدخان اوس په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دوی په لومړي پړاو لوبو کې ښه ونه ځلېده، خو په دویم پړاو کې د ښه لوبېدو په تمه یو.

راشد خان زیاته کړې ده:((موږ به د آی پي ایل په دویم پړاو لوبو کې هرې لوبې ته د پایلوبې په څير ګورو، ترڅو مخکې لاړ شو او بل پړاو ته لار پیدا کړو.))

هغه ویلي دي، چې له لوبډلې سره په یوځای کېدو خوښ دی او په ویالیټي بلاسټ سیالیو او په سل بالیز لیګ کې د ښه ځلېدو وروسته آی پي ایل ته د تلو لپاره یې په ځان باور ډېر دی.

نوموړی زیاته کړې ده، چې د توپ اچونې ترڅنګ یې په توپ وهنه هم کار کړی دی او ویلي یې دي چې د لوبو په وروستیو کې له ۱۵-۲۵ پورې منډې جوړولی او هدف لوړولی شم.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …