کورپاڼه / روغتيا / ولې په میرمنو کې له حمل وروسته د ویښتانو توییدو ستونزه پیدا کېږي؟

ولې په میرمنو کې له حمل وروسته د ویښتانو توییدو ستونزه پیدا کېږي؟

د حمل پرمهال او د ماشوم له زېږون وروسته د هورمونیکي بدلونونو په سبب میرمنې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، چې په هغې کې یو هم د ویښتانو توییدلو ستونزه د یادولو وړ ده.

د حمل پرمهال د خوراکي توکو او درملو په سبب خو د ډېرو میرمنو ویښتانو ښه وي، خو کله چې یې ماشوم وزېږیږي، نو ویښته یې ډېر توییږي، دا چې ولې داسې کېږي او حللاره یې څه ده، دلته به یې ولولو.

د حمل پرمهال د ځینو داسې هورمونونو افرازېدل ډېرېږي، چې بیا ویښته پیاوړي او ښکلي کوي، خو له زېږون وروسته د هورمونونو افرازېدل کمېږي او ویښتان په تېزۍ سره توییږي.

د حمل پرمهال میرمنې خپل خوراک او څښاک ته ډېر پام کوي خو له زېږون وروسته بیا ورته هیڅ پام نه کوي، چې د ویښتانو توییدو او نورو ستونزو سبب کېږي. دغه راز له زېږون وروسته میندې په سم ډول خوب نه شي کولی چې بیا یې ویښته، پوستکی او سترګې اغېزمنې کېږي.

د ماشوم له زېږون وروسته د ښځو په بدن کې د وینې جریان کمېږي، چې همدا د ویښتانو وده او پیاوړتیا اغېزمنوي. څه وکړو چې خپله ستونزه حل کړو؟ ددې لپاره باید خوراک او څښاک ته پام وکړئ، بشپړ خوب وکړئ، ویښتان غوړ کړئ، په ډېرو ګرمو اوبه مه لامبئ او د ماشوم سره د ځان خیال هم وساتئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …