کورپاڼه / جالب / د ۶۰ کلن سړي له ۱۵ کلنې نجلۍ سره واده، نجلۍ د واده په شپه داسې کار وکړ، چې بوډا یې په سرو سترګو وژړاوه

د ۶۰ کلن سړي له ۱۵ کلنې نجلۍ سره واده، نجلۍ د واده په شپه داسې کار وکړ، چې بوډا یې په سرو سترګو وژړاوه

هر سړی ارمان لري چې ښځه ولري او هغه خلک هم چې په پاخه عمر کې کونډ شوي وي، هغوی هم د بلې ښځې کولو لپاره هڅې کوي، خو یو ۶۰ کلن سړي چې له ۱۵ کلنې نجلۍ سره یې دویم واده کړی و، د واده په شپه ناوې ورسره داسې کار وکړ، چې سړی یې په سرو سترګو وژړاوه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د اترپردېش د قنوج سیمې اوسېدونکی راجیندر چې ۴ لوڼه یې درلودې او ۶ کاله مخکې یې مېرمن مړه شوې وه، دویم واده یې کړی و.

هغه ته څو میاشتې مخکې خپلوانو مشوره ورکړې وه، چې د خپل یوازیتوب ختمولو لپاره دې بل واده وکړي. راجیندر هم د خلکو په وینا ۴ میاشتې مخکې واده وکړ او ناوې یې کور ته راوسته.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د هغې د ناوې سره یو بل کس هم راغلی و او د واده په شپه ناوخته دغه سړي ناوې ته وویل، چې مور یې ټکر کړی دی او باید چې ځان ورورسوي. ناوې له ځان سره یو څه نغدې پېسې واخیستې، ټوله طلا یې هم اچولې وه او لاړله، خو له هغه وروسته بیا بېرته راستنه نه شوه.

۶۰ کلن راجیندر څلور میاشتې د خپلې ناوې په تمه و، خو کله چې یې ناوې بېرته رانغله، نو نه یوازې دا چې د خپلې ناوې پر ضد یې په پولیسو کې عریضه وکړه، بلکې هغه خپلوان چې د هغه په دې رشته کې یې منډې وهلې وې، د هغوی پر ضد یې هم عریضه کړې ده.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …