کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډله له ویسټ انډیز او سویلي افریقا سره شل اوریزې لوبې کوي

افغان لوبډله له ویسټ انډیز او سویلي افریقا سره شل اوریزې لوبې کوي

ټاکل شوې ده، چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام به د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د هند په کوربتوب په عمان او عربي متحده ایالاتو کې په دوو پړاوو کې ترسره شي.

په لومړي پړاو کې اته لوبډلې شاملې دي، چې له دې به څلور لوبډلې بل پړاو ته لار پیدا کوي او له اتو غوره لوبډلو سره به د نړیوال جام لوبې ترسره کوی، چې په دې اتو غوره لوبډلو کې افغان لوبډله هم شامله ده.

افغان لوبډله پخپل ګروپ کې له پاکستان، هند، نیوزیلېنډ او دوو نور هغه لوبډلو سره لوبې لري، چې له اول پړاو به دې ګروپ ته راځي او افغان لوبډله به د اکتوبر په ۲۵مه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه وکړي.

خو لکه څنګه چې هره لوبډله له نړیوال جام وړاندې تمریني یا وارمپ لوبې کوي، نو افغان لوبډله به په تمریني لوبو کې له ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلو سره خپلې تمریناتي لوبې وکړي.

افغان لوبډله به په لومړۍ تمریني لوبه کې د اکتوبر په ۱۸مه له سویلي افریقا سره د ماسپښین په ۲:۳۰ دقیقو او دویمه لوبه به له ویسټ انډیز سره د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د ماښام په ۶:۳۰ دقیقو ترسره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …