کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مریم امرخیل: افغانه لورکۍ له ښوونځي او پوهنتون مه شړئ او د زده کړو حق مه ترې اخلئ
مریم امرخیل

مریم امرخیل: افغانه لورکۍ له ښوونځي او پوهنتون مه شړئ او د زده کړو حق مه ترې اخلئ

مشهوره کوچۍ مدني فعاله، لیکواله او د ښځو د تعلیم په برخه کې کارکوونکې مریم امرخیل وايي، چې افغانه لورکۍ له ښوونځي او پوهنتون مه شړئ او د زړه کړو حق مه ترې اخلئ.

نوموړې چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده، په افغانستان کې د ا.ا له حکومت راتلو وروسته یې په ټویټر کې په یو شمېر ټویټونو کې د ښځو د تعلیم او حقونو غوښتنه کړې ده.

د ا.ا له حکومت راتلو وروسته داسې ویل کېږي چې ښايي د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم مخه ونیول شي. مریم امرخیل په یو ټویټ کې مخکې لیکي: ((که افغان ښځه  د تورو تیاره خونو په زولنو او څلورو دیوالونو کې نه وای راحصاره. نن به د دې خاورې بچي شعوري روزل کېدل، ادۍ به مینه، ژوند او نړۍ سره سیالۍ سبق ورښوده نه جګړه.))

نوموړې په یو بل ټویټ کې لیکلي دي، چې ښځې د ټولنې اساس او بنسټ دی، ښځې د ټولنې کمزوري نه بلکې د ملا تیر حېثیت لري، بې ښځو به دا وړۍ شړۍ نه کړئ او نه به یې په یوازې ځان شل کړئ، نړۍ چې نن څومره پرمختللې ده نو د ښځو او نارینه په مټ مخ ته تللې. نرواکې ټولنې تل شاته پاتې دي او زموږ تېر یې ښه مثال دی.


مریم امرخېل په یو بل ټویټ کې غوښتنه کړې ده، چې ښځې پرېږدئ چې خپلو دندو ته لاړې شي، موږ په هېواد کې ډېرې زیارکښې ښځې لرو چې خپله دنده یې خورا په مېړانه او د بچیو لپاره حلاله روزي ګټله. لکه (زه) زرګونه افغان نجونې د کورنۍ یوازینۍ د ګټې وټې غړې دي. هره یوه د وطن خدمت تر څنګ بلا ډېر مسوولیتونه او بوجونه په غاړه اخیستي.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …