کورپاڼه / هنر او کلتور / صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله
صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې هغه موټر چلوي او په موټر کې يې په لوړ غږ باندې موسیقي هم چالانه ده.

نوموړې چې د ا.ا حکومت له راتلو مخکې د افغان فلم ډایریکټره وه، اوس له هېواده بهر وتلې ده، هغه د افغان فلم لومړنۍ ښځینه ډایریکټره هم وه.

صحرا کریمي دغه ویډیو چې په ټویټر اکاونټ کې یې خپره کړې ده، ورسره یې لیکلي دي، چې د جمعې په ورځ به قرغې ته په چکر تلله او په لوړ غږ به یې موسیقي هم اورېدله.

هغې دا هم ورسره لیکلي دي، چې دا یوازې څو میاشتې مخکینۍ خبره ده، چې هغه په کابل کې وه او هلته یې خپله دنده هم ترسره کوله.

دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې صحرا کریمي موټر په خپله چلوي، د کابل په کوم سرک د قرغې په لور روانه ده او د موټر په شاته چوکیو باندې دوه نورې ښځې هم ناستې دي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …