کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف د خپل فیټنس په اړه تازه ویډیو خپره کړه
کترینه کیف

کترینه کیف د خپل فیټنس په اړه تازه ویډیو خپره کړه

د بالي ووډ فلمونو د لومړي صف اداکاره کترینه کیف چې نه یوازې دا چې په ښایست کې له ډېرو مخکې ده، بلکې د خپل فیټنس هم ډېر زیات خیال ساتي.

نوموړې تازه د ورزش پر مهال یوه جوړه شوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده، چې پکې د هغې د سخت تمرین یا ورزش معلومات کېږي او له دې څخه ښکاره کېږي، چې هغه د خپل فیټنس لپاره څومره زیاته خواري کوي.

دا ویډیو کترینه کیف په فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر کې خپره کړې ده، چې د هغې د مینه والو له خوا هم د هرکلي سره مخ شوې ده او د نوموړې د سخت ورزش ستاینه یې کړې ده.

کترینه کیف له دې ویډیو سره دا هم لیکلي دي، چې زه خپلو مازغو ته تمرین ورکوم او هغه څه بیا زما بدن تعقیبوي. همدا راز هغې د خپل ټرینر د مرستې په اړه هم لیکل کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د کترینه کیف په راتلونکو فلمونو کې له سلمان خان سره د (ټایګر ۳) فلم شامل دی او همدا راز په لومړي ځل هغه د یو سوپر ښځینه کردار په فلم کې هم مرکزي رول لوبوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …