کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قیس احمد په لس اوریزه لیګ کې به بنګله ټایګرز لوبډلې سره بیا تړون لاسلیک کړ

قیس احمد په لس اوریزه لیګ کې به بنګله ټایګرز لوبډلې سره بیا تړون لاسلیک کړ

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ لس اوریزه غوره لیګ، چې له دې وړاندې یې څلور پړاو سیالۍ ترسره شوي او ګڼ شمېر افغان لوبغاړو ور پکې برخه اخیستې، دا ځل ښایي بیاهم ډېر افغان لوبغاړي د یاد لیګ برخه شي.

له هغې جملې افغان ورو توپ اچونکي قیس احمد یو ځل بیا په یاد لیګ کې له بنګله ټایګرز لوبډلې سره په داسې حال کې تړون لاسلیک کړ، چې تېر پړاو کې هم له یاد لوبډلې سره لوبېده.

ټاکل شوې ده چې د لس اوریز لیګ د پنځم پړاو لوبې به د راتلوونکې ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې میاشت کې پیل شي، چې ټولې لس ورځې به دوام ولري.

یعنې دغه لیګ به د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په اته ویشتمه نېټه په دوبۍ کې پیل شي او د فبرورۍ میاشتې په شپږمه نېټه به پای ته ورسېږي.

د یادولو وړ ده چې په تېر پړاو لس اوریزه لیګ کې له قیس احمد سره په بنګله ټایګرز لوبډله کې دریو نورو افغان لوبغاړو مجیب ځدران، فضل حق فاروقي او کریم جنت هم برخه لرله.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …