کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډېر ژر به د ایل ایل سي په نوم لیګ هم پیل شي

ډېر ژر به د ایل ایل سي په نوم لیګ هم پیل شي

د کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د پخوانیو او تقاعد شوو (لیجینډز) لوبغاړو ترمنځ د شل اوریزو یو لیګ جوړېږي، چې په ځانګړي فارمټ سره پلان شوي دی.

د راپور پر اساس ویل کېږي، چې دغه لیګ به د کرکټ په غوره لوبغالي کې هر کال دوه ځلې ترسره کېږي، چې په دې کې به د هند لوبډله، آسیایي لوبډلې او د نړۍ کرکټ د نورو لوبغاړو لوبډله به د درې اړخیزې لوبلړۍ په ډول له پایلوبې وړاندې شپږ لوبې کوي.

ددې لوبو لومړی پړاو به د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې ترسره شي او همدغه ډول به په دویم پړاو کې هم لوبې ترسره شي، چې پخواني تقاعد شوي لوبغاړي به ورپکې برخه ولري.

راپور وایي چې په دې لیګ کې به د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، استرالیا او د انګلستان لوبډلو ټول غوره لوبغاړي چې تقاعد شوي دي برخه ولري.

د ایل ایل سي لیګ شریک بڼسټ ایښودونکی رامان راجا وایي، موږ ژمن یو چې د ایل ایل سي له لارې د کرکټ مینه والو لپاره د کرکټ نړیوالې معیاري لوبې وړاندې کړو او هدف مو دادی چې د کرکټ پخوانۍ لوبې بیرته را ژوندۍ کړي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …