کورپاڼه / خبرونه / د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري له شل اوریز نړیوال جام وروسته له خپلې دندې تقاعد اعلانوي.

روي شاستري په ۲۰۱۷ کال د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر ټاکل شوی او له هماغه راهیسې یې د ویراټ کوهلي په مشرۍ د هند لوبډله تر ډېره بریالۍ کړه، خو اوس د نړیوال جام سره چې د اکتوبر-نومبر په میاشت کې به ترسره شي، د هغه دنده پای ته رسېږي.

روي شاستري که څه هم هندۍ لوبډله د آی سي سي په ټرافۍ لوبو کې بریالۍ نه کړه، اوس یې پرېکړه کړې چې د راتلونکې نړیوال جام دورې وروسته به له دندې استعفاء وکړي او دا یې مناسب وخت ګڼلی.

د نوموړي په روزنه کې هند ۲۰۱۸-۱۹ د هند او استرالیا په لوبو کې د بارډر-ګاوسکر ټرافي وګټله او بیا د ۲۰۲۰-۲۱ کال هم هند بریا خپله کړه. دغه راز اوس-اوس په انګلستان کې هم د پنځه ټیسټ لوبو په لړۍ ۲-۱ پر وړاندې مخکېوالی ترلاسه کړ.

د یادولو وړ ده، چې روي شاستري وروسته له هغې د هند لوبډلې مشر روزونکی شو چې انیل کمبل په ۲۰۱۷ کال له دندې استعفاء ورکړه. دغه راز نوموړي د ډایریکټر او شنونکې په توګه هم دنده ترسره کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …