کورپاڼه / روغتيا / که د خوب ستونزې لرئ نو د لېمو او ادرکو چای وڅښئ

که د خوب ستونزې لرئ نو د لېمو او ادرکو چای وڅښئ

که چېرته ستاسي عمر تر دیرشو کلونو پورې وي او د خوب ستونزې لرئ، نو سر له نن ورځې د لېمو او ادرکو چای استعمال پیل کړئ.

د لېمو او ادرک چای، چې طبیعي درمل هم ورته ویلی شو، د یو آرامه او له سکون څخه په ډک خوب او د ټولې ورځې د ستړیا په ختمولو کې مهم رول لوبوي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، ادرک چې د ډېرو ګټورو ځانګړتیاوو څخه برخمن دي، د جینجرول په نوم ماده لري چې په طبیعي ډول د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي.

د ادرکو په استعمال سره شکر، د زړه ناروغي، د عضلو درد، د سږو ستونزې، د سوخت آرامېدل، دایمي بدهضمي، له سرطان مخنیوی او له ذهني فشار څخه د مخنیوي ترڅنګ د موسمي ناروغیو سره په مقابله کې مرستندویه تمامېږي.

د لېمو او ادرکو چای د وزن په کمولو کې ګټور وي. په ۲۰۱۲ کال د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې دغه چای لوږه کموي او شکر متوازن ساتي او امیندوارې میرمنې له زړه بدوالي څخه ساتي او منفي اغېز هم نه لري.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …