کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا پوهېږئ چئ شاهرو خان او سلمان خان کوم ډول خواړه خوري؟

آیا پوهېږئ چئ شاهرو خان او سلمان خان کوم ډول خواړه خوري؟

دا چې د بالیووډ مخکښ اداکاران څه ډول ژوند لري، د ناستې پاستې ډول یې څنګه دی، د کوم شرکت جامې اغوندي، په خوراک کې څه شی خوښوي، دا هغه پوښتنې دي چې هر څوک ورسره دلچسپي لري.

د هندي ورځپاڼې هندوستان ټایمز د راپور پر اساس ویل کېږي، چې مشهورې نڅاګرې او د فلمونو لارښودې فرح خان په یوه خپرونه کې د سلمان خان او شاهرو خان په اړه په زړه پورې څرګندونې کړي.

فرح خان ویلي دي، شاهرو خان د خوراک په باره کې لږ احتیاط کوي، خو سلمان خان بیا د خوراک شوقي دی او څه چې په مخ ورشي خوري یې.

په خپرونه کې انیل کپور له فرح خان پوښتنه کوي، چې د سلمان خان د خوراک په اړه تاسې څه ویل غواړئ؟ نو هغې ورته وویل چې:((هغه یواځینی اداکار دی چې زه یې په اړه پوهېږم چې هغه هر څه خوري.)) هغه وایي چې ما له شاهرو خان سره کار کړی، هغه یوازې د تنور چرګ خوري.

دغه راز هغه وایي چې شاهرو خان نه ورېژې خوري، د ډبل روټۍ په خوراک مې نه دی لېدلی خو سلمان خان بیا چولې، بریاني، ورېژې ټول خوري.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …