کورپاڼه / هنر او کلتور / د عامر خان باډي ګارډ یوراج ګورپړی څومره معاش اخلي؟ په اورېدو به یې حیران شئ

د عامر خان باډي ګارډ یوراج ګورپړی څومره معاش اخلي؟ په اورېدو به یې حیران شئ

د بالیووډ په فلمونو کې به مو ډېر لېدلي وي، چې د فلم هېرو د ویلن له لاسه سخت وهل خوري، خو په دې اړه نه غږېږو بلکې له فلم آخوا هم فلمي اداکاران د خوندي ساتل کېدو لپاره امنیت ته اړتیا لري، چې ددې لپاره باډي ګارډان نیسي او ښه معاش هم ورکوي.

دا چې دوی څومره معاش لري که چېرته یې په اړه پوه شوئ نو حیران به شئ، ځکه دوی په میلونونو روپۍ کلنی معاش اخلي. نن د بالیووډ د مسټر پرفیکشنسټ عامر خان د باډي ګارډ په اړه درته وایو، چې هغه زده کړې هم ددې لپاره پرېښي دي.

د عامر خان باډي ګارډ یوراج ګورپړی نومېږي، هغه د ښوونځي له پرېښودو وروسته ډېرو کارونو ته مخه کړه او بیا یې د شپاړس کلونو په عمر د یوې امنیتي ادارې سره دنده پیل کړه او ددې موقع په لاس ورغله چې خپلې وړتیاوې څرګندې کړي.

له دې وروسته هغه له عامر خان سره باډي ګارډ شو او هغه ورته په کلني ډول دوه میلونه روپۍ معاش ورکوي او څنګه به دومره معاش نه اخلي، هغه د یو داسې شخص خونديتوب په غاړه لري چې په میلونونه مینوال لري.

د یادولو وړ ده چې په اوس-اوس عامر خان له کرینه کپور سره لېدل شوی او داسې ویل کېږي چې هغوی به د فلم په اړه خبرې کړي وي. دوی دواړه په لال سینګ چډا فلم کې مرکزي رول لوبوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …