کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د نوي موبایل اخیستلو پر وخت دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

د نوي موبایل اخیستلو پر وخت دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

آیا غواړئ نوی موبایل واخلئ؟ که غواړئ چې موبایل واخلئ نو په مارکیټ کې خو د ډېرو ښو موبایلونو ښه کاپیانې هم شته له هغې به څنګه ځان ساتو؟ اندیښنه مه کوئ د موبایل اخیستلو پر وخت دغه ټکي په نظر کې ونیسئ. ښایي تاسې ډېر وخت موبایل کاروئ یا ممکن د عامو خلکو په څېر اوسئ یایې ډېر لږ کاروئ خو د موبایل اخیستلو پر وخت دغه ټکي په نظر کې ونیسئ او هغه موبایل واخلئ چې تاسې ورته اړټیا لرئ.

آپریټینګ سیستم: اوس وخت دوه ډوله آپریټینګ سیستمونه شتون لري، یو یې د آی او ایس سیستم دی چې په ایپل موبایلونو کې وي او دویم اندراید دی چې په نورو موبایلونو کې استعمال شوی دی او مهم خبره داده چې شرکتونه د نورو ځانګړنو لپاره په اندراید سیستم کې بدلون هم راولي.

پروسیسر: کله چې د موبایل د سرعت خبره کېږي نو د پروسیسر خبره هم ورسره کېږي، چې نور اصطلاحات هم ورته استعمالېږي. هغه کسان چې ویډیوګانې ګوري یا ګیم کوي هغه باید د چټک پروسیسر لرونکی موبایل واخلي. هغه کسان چې موبایل ډېر کاروي، هغوی دې د کوالکم سنیپ ډریګن 652، سنیپ ډریګن 820 او د 821 پروسیسر لرونکی موبایل واخلي.

بیټري: هغه کسان چې پر یو وخت څو اپلیکیشنې کاروي، ګیم کوي، ویډیوګانې ګوري، هغوی دې هغه موبایل واخلي چې بیټري یې ډېر کار کوي

حافظه: ځیرک موبایلونه دوه ډوله حافظې لري یو یې ریم او بل یې روم. ریم او پروسیسر د موبایل چټکوالي پورې اړه لري او روم چې میموري ورته وایي د اپریټینګ سیستم، اپلیکیشنو، ویډیوګانو، عکسونو او موسیقۍ د خوندیتوب لپاره وي. که چېرته یو څوک موبایل لږ استعمالوي دوه جي بي ریم او شپاړس جي بي حافظه ورته بسنه کوي او که موبایل ډېر کاروي نو بیا دې د ډېرې حافظې لرونکی موبایل واخلي.

سکرین: هغه کسان چې ویډیوګانې ګوري او جوړوي یې یا ګیم کوي یا هغه کسان چې ټولنیزې رسنۍ کاروي او ایمیلونه لوي هغوی دې له 5.5 اینچو څخه تر 6 اینچو پورې سکرین لرونکی موبایل واخلي.

کامرې: ځینې کسان په دې هڅه کوي چې د ډېر میګا پکسل لرونکې کامرو موبایل واخلي، خو باید وویل شي چې د عکس معیار تر ډېره آی ایس او او د اپرچر لیول ترڅنګ د آټو فوکس سرعت پورې تړاو لري.

دا هم ولولئ

ایپل شرکت یو ځل بیا شیاومي شرکت شاته پرېښود

د ځیرک موبایلونو د خرڅلاو په برخه کې ایپل شرکت له شیاومي شرکت څخه یو …