کورپاڼه / روغتيا / لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت لارښوونه کوي چې د سهار ناشته دې ډېر پام وکړئ، ځکه چې د سهار خوراک مو پر مجموعي روغتیا بشپړې اغېزې لري.

روغتیایي کارپوهان وایي چې پخپل خوراک کې د وچو مېوو شاملول بدن ته د مهمو غذایي توکو د رسولو په مانا دی. د ورځې پیل په لمدو بادامو سره یو ډېر پخوا دود دی، چې ډېر شمېر خلک پرې عمل کوي.

روغتیاپالان لارښوونه کوي چې د ورځې پیل د لامده شوو بادامو او چامغزو په خوراک سره وکړئ. کله چې موږ په سهار کې لامده شوي بادام او چارمغز وخورو نو هغه هورمون مو په تحریک راځي چې روغتیا مو ښه کوي او انرژي هم راپه برخه کوي نو اړینه ده چې شپې تر اتو ساعتونو پورې بادام په اوبو کې لامده کړو.

بادام د پروټین، ویټامین اي او میګنیزیم لرونکې مېوه ده، چې په استعمال سره یې حافظه پیاوړې کېږي، هضم ښه کېږي او کلیسترول کمېږي.

دغه راز چامغز د اومیګا تري فیټي اسید، ویټامین اي، فولیک اسید، پروټین، فایبرو، اوسپنې، مسو، زنک، پوتاشیم او کلسیم ښه ذریعه ده، چې دماغ پیاوړي کوي، میتابولیزم تېزوي، د وینې شکر کنترولوي او وزن په کمولو کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …