کورپاڼه / روغتيا / مېوې، سبزیجات او ورزش درې هغه عناصر چې د خوښۍ احساس راکوي

مېوې، سبزیجات او ورزش درې هغه عناصر چې د خوښۍ احساس راکوي

که چېرته د مېوو او سبزیجات له ډېر خوراک سره-سره ورزش هم د خپل ورځني ژوند برخه وګرځول شي، نو یوازې انسان به روغ او صحت مند وي، بلکې د خوښۍ احساس به هم کوي.

د یوې تازه ترسره شوې څېړنې له مخې معلومه شوې ده چې د مېوې او سبزیجات استعمال او د ورزش کولو عادت په انسان کې د خوښۍ احساس پیدا کوي.

په دې څېړنه کې د ژوند کولو د طرز عناصر او د خوښۍ ترمنځ د اړیکې موندلو هڅه وشوه او وموندل شوه چې مېوې، سبریجات او ورزش په دې اړوند مهم رول لوبوي.

له څېړنې دا هم وموندل شوه، چې نارینه دې ډېر ورزش وکړي او ښځې دې مېوې او سبزیجات ډېر وخوري. څېړونکو ویلي چې د اوږدو موخو لپاره په چلندونو کې بدلون راوستل د یوه ښه صحت مند ژوند په ښه ساتلو کې مرستندویه تمامېږي.

څېړونکو زیاته کړې ده چې یو ښه ژوند موږ صحت او خوشحاله ساتي. باید یاده کړم چې د مېوو او سبزیجات د خوراک ترڅنګ ورزش کول نه یوازې خوښي راکوي بلکې له ګڼو ناروغیو څخه مو هم خوندي ساتي.

دا هم ولولئ

د یوه حیوان ګرده په بریالیتوب سره د انسان بدن ته پیوندکاري شوه

له ډېر پخوا راهیسې چې د طب په برخه کې کومې تجربې کېږي یا واکسین …