کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ویټالیټي بلاسټ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه سمرسیټ لوبډلې وګټله

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه سمرسیټ لوبډلې وګټله

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سمرسیټ او همپشایر لوبډلې سره مخ شوې، چې سمرسیټ لوبډلې په دوه ویکټو بریا ترلاسه کړه.

دغه لوبه چې په برمینګهم کې ترسره شوه. د لوبې پچه د سمرسیټ لوبډلې وګټله او همپشایر لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې هغوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې.

د همپشایر له لورې په توپ وهنه کې جو ویترلی ډېره ښه توپ وهنه وکړه او ۷۱ منډې یې جوړې کړې. د سمرسیټ لخوا جوش ډیوي له نورو ښه وځلېده او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

د سمرسیټ لوبډلې د ۱۵۱ منډو هدف په ۱۹.۴ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او همپشایر لوبډلې ته یې د دوه ویکټو پرمټ ماتې ورکړه او پایلوبې ته لار پیدا کړه.

سمرسیټ لوبډلې لخوا ټام ابیل ۵۰ او بین ګرین ۳۵ منډې وکړې. د همپشایر لوبډلې لپاره کریس ووډ او سکاټ کرری دوه-دوه لوبغاړي وسوځول. ددې لوبې غوره لوبغاړی جوش ډیوی ونومول شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …