کورپاڼه / ليکنې / څه ډول کولی شو چې له میاشتني معاش څخه یو څه روپۍ بچت کړو؟

څه ډول کولی شو چې له میاشتني معاش څخه یو څه روپۍ بچت کړو؟

د بچت یا روپیو ساتلو لپاره اړینه ده چې یوه داسې طریقه غوره شي چې خپلې اړتیاوې هم پوره کړو، اضافي بوج هم نه وي او ترڅنګ یې یو څه بچت هم وکړو.

هغه څوک چې معاش لري هغوی باید د میاشتې په پیل کې د بجت طریقه غوره کړي او عمل دې پرې وکړي. کولی شي چې ددې لپاره دودیزه طریقه غوره کړي یا دې ورته په کمپیوټر کې چارټ جوړ کړي.

یعنې هره طریقه چې غوره کوئ نو موخه به یې دا وي چې د لګښت او د لاسته راوړنې ترمنځ توازن وساتل شي او ټول هغه لګښتونه دې ولیکل شي د بېلګې په توګه د کور کرایه، د موټر کرایه، د ښوونځي فیس او ټولې هغه اړتیاوې چې ممکن په ناڅاپي ډول پېښې شي.

دا باید هم په نظر کې ونېول شي چې پیسې چېرته او څه ډول مصرف کړو، چې په دې به د اضافي لګښتونو مخه ونېول شي. دغه راز کله چې سودا کوئ څو ځایه یې نرخ وګورئ، چې دا سنت طریقه هم ده او په دې ډول به آرزانه شیان واخلئ او پیسې به بجت کړئ.

کله چې په سفر ځئ له وړاندې ټکټ واخلئ، ځکه په هماغه وخت ټکټ اخیستل ممکن لوړ بیه وي. د بریښنا په بیل کې د بچت لپاره هغه ګروپ وکاروئ چې لږه بریښنا مصرفوي او هغه شیان وکاروئ چې چاپیریال ته زیان ونه رسوي.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …